top of page
مونږ هڅه کوو چې د تشريحي ژورنالېزم له لارې ټولنيز، سياسي، تاريخي او ټکنالوژۍ پورې تړلي پيچلي موضوعات په ساده او اسانه ژبه تر خلکو ورسوو. د ټولو موضوعاتو لپاره لسګونه بېلابېلې سرچينې پلټل او لوستل کيږي، له موضوع سره تړليو اشخاصو سره مرکې کيږي او د دې ټولو خلاصه يا لنډيز په بې طرفه ډول د يو لنډ خو ارزښتناک پروګرام په بڼه تشريح کيږي.
په هر پروګرام کې استعمال شويو سرچينو ته هر څوک لاسرسی موندلی شي او په وړیا ډول ترې استفاده هم کولی شي.

تشريحي ژورناليزم څه شی دی؟
تشريحي ژورنالېزم په عمومي لحاظ د ګونګو، پیچليو او سختو موضوعاتو ساده کول او په اسانه ژبه یې تر خلکو رسول دي.
ټکنالوژي:
په نړۍ کې هره شېبه يو نوی پرمختګ رامنځته کيږي. مونږ هڅه کوو چې د ټکنالوژۍ په برخه کې تاسو له هر نوي پرمختګ او بدلون نه خبر کړو.
تاريخي حقايق:
د افغانستان، سيمې او نړۍ په اړه هغه تاریخي حقيقتونه چې تر اوسه پرې بحث نه دی، مونږ هڅه کوو چې راويې سپړو او تر تاسو يې درورسوو.
بېلابېل موضوعات
دلته له سياسي او ټولنيزو مسايلو ورهاخوا د ژوند په نورو مختلفونو اړخونو هم معلومات خپريږي.
Connect
مونږ سره په تماس کې شئ
د نویو لیدلورو سپړلو او په زړه پورې کیسو لپاره چمتو یاست؟
د بریښنالیک له لارې له اسحاق سادات سره اړیکه ونیسئ.
bottom of page




