top of page
د اسحاق سادات په اړه
ژورنالیستیک ژمنتیا
موږ د تشریحي ژورنالیزم له لارې پیچلي موضوعات تشریح کوو، هر اړخيزه معلومات راخلو او په ساده کلماتو کې پرې خلک پوهوو. موږ هڅه کوو چې ارزښت لرونکي مسايل راوسپړو، تر څو خلکو ته د فکر کولو موقع برابره کړي او د خلکو معلومات ورسره پراخ شي.
د يو متعهد خبریال په توګه، زه د تشریحي ژورنالیزم په ځواک باور لرم چې پوهاوی خپروي او خلکو ته حقيقي معلومات ورکوي. زه د يوې موضوع لپاره لسګونه بېلابېلې سرچينې لټوم، تحقيق پرې کوم، د ټولو خواوو نظريات ارزوم او بيا يې د بې طرفۍ اصل ته په پام سره تر تاسو رسوم.

bottom of page